بازتاب نیوز

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.

٢٨ ليندی ١٣٩٨ ټي آر ټي

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  چاودنه د کابل د پولیسو د پنځمې حوزې په سیمه کې شوې ده .

ویل کیږي  چاودنه  د باغ داود په سیمه کې رامنځته شوې ده . چاودنه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .

د لومړنیو  معلوماتو له مخې  چاودنه د مقناطیسي  د چاودنې په پایله کې رامنځته شوې ده .

په چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه هم  معلومات په لاس کې نشته.

د کابل پولیسو د چاودنې پخلی کړی دی  او ویلي دي چې پدې پیښه کې  یو تن ژوند د لاسه ورکړی  او یوې میرمنې  او دوو تنو ماشومانو په ګډون  ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی. 

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2019/12/19/d-fgnstn-ph-plzmynh-khbl-kh-chwdnh-shw-1325843

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading