بازتاب نیوز

د افغانستان د ولسمشرې ټاکنو لومړنې پايلې اعلان شوې

١ مرغومی ١٣٩٨ ټي آر ټي

د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشزيزو ټاکنو لومړنې پايلې اعلان شوې. 

د لومړنيو پايلو له مخې ولسمشر محمد اشرف غني ۵۰ عشاريه ۶۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره بری ترلاسه کړی دی. 

د ولسمشر غني تر ټولو ستر رقيب عبدالله عبدالله بيا پدې ټاکنو ۳۹ عشاريه ۵۲ سلنه رايې ترلاسه کړي دي. 

ويل کيږي ولسمشر غني پدې ټاکنو کې ۹۲۳۸۶۸ رايې ترلاسه کړي دي . 

ډاکټر عبدالله بيا ۷۰۲۰۲۲ رايې ترلاسه کړي دي.

د ويلو ده چې د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون د ۳ مياشتو ځنډ نه وروسته نن يکشنبه د دسمبر ۲۲ مه نيټه د غرمې نه مخکې لومړنې پايلې اعلان کړې. 

د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون مشرې هوا علم نورستانۍ د ټاکنو لومړنې پايلې اعلان کړې او وويل چې د لومړنيو پايلو له مخې محمد اشرف غني د ټاکنو ګټوونکی دی. 

د پایلو له مخې  پدې  ټاکنو کې  نورو نوماندانو په لاندې  ډول  رایې ترلاسه کړي‌ دي.

رحمت الله نبیل  ۳۳۹۲۱ ، ګلبدین حکمتیار ۲۴۳۷۰ ، فرامرز تمنا ۱۸۰۶۶، عنایت الله جلیلي ۱۵۵۲۶، عبداللطیف پدرام ۱۲۶۸۰، عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۴، حکیم تورسن ۶۵۰۴، احمد ولي‌ مسعود ۳۹۴۲، محمد شهاب حکیمي ۳۳۲۴،غلام فاروق نجرابي ۱۶۰۶ او نورالرحمن لیوال ۸۶۵ رایې ترلاسه کړي‌ دي.

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2019/12/22/d-fgnstn-d-wlsmshr-tkhnw-lwmrn-pyl-ln-shw-1327464

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading