بازتاب نیوز

د افغانستان  یوې پوځي  چورلکې  سقوط  وکړ.

١٨ مرغومی ١٣٩٨ ټي آر ټي

 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې دا  چورلکه  د فراه  ولایت مرکز نه د یوې ولسوالۍ  پر لورې روانه وه چې په لاره کې  د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې دا پیښه  نن  د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو رامنځته شوې ده .

د پوځ  یوه  مي ۳۵ ډوله  چورلکه چې د فراه ولایت د مرکز څخه  ددې ولایت د پرچمن ولسوالۍ پر لورې روانه وه  د تخنیکي  ستونزې له امله راولویده.

په پیښه کې د چورلکې د دواړو پیلوټانو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. دفاع وزارت ویلي دي چې د پیښې په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي.

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/01/08/d-fgnstn-yw-pw-hy-chwrlkh-sqwt-wkhr-1336894

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading