بازتاب نیوز

دعربستان یو شمیر روزونکو پوځی افسرانو د شړلو فیصله

٢٣ مرغومی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دسی این این ټیلیویژنی چینل د راپورله مخی امریکائی پوځی چارواکو وئیلی دی ،د عربستان هغه کابو لس پوځیان چې په امریکا کې روزل کیدل،ددغه هیواد له پوځی مرکزونو ویستل شوی دی . وئیل کیږی پنټاګان د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پنساکولا په سمندری اډې کې دسعودی عربستان د یوه افسرد ترهه ګرې حملې له څیړنو وروسته په امریکا له دغه پوځی روزونکی مرکز څخه د عربستان یو شمیر روزونکو پوځی افسرانو د شړلو فیصله کړې ده . دغه کساند ترهه ګرې حملې له عامل سره په ملګرتیا تورن دی . همدرااز دسعودی څو افسران چې په دغه مرکز کې ئې روزنې کولې،په جنسی ناسمو استفادو هم تورن دی . د امریکا ایف بی آئی پولیسو وئیلی دی ، په پنساکولا سمندری پوخی مرکز کې مرګونی ډزې ترهه ګری شمیرل کیږی . دسعودی عربستان یوه پوځی افسر محمد سعید الشمرانی چې دپیلوټئ د روزنې دپړاؤ دتیرولو لپاره امریکا ته تللی ؤ ، د تیر دسمبر په شپږمه نیټه ئې په دغه پوځی مرکز کې په ډزو سره درې امریکا ئی پوځیان وژلی وو .

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/دعربستان-یو-شمیر-روزونکو-پوځی-افسرانو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading