بازتاب نیوز

د کابل – کندهار لویه لاره کې سړې هوا ۸ تنه موټر چلوونکي ووژل شول

٢٣ مرغومی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي دغو موټر چلوونکو کابل ته سوداګریز توکي رالیږدول چې لاره کې د پاتې کیدو او سړې هوا له امله مړه شوي دي د دغې خونې معلومات ښيي چې اته تنه موټر چلوونکو د زابل شاه جوی ولسوالۍ په اوږدو کې د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی بله خوا د ټرانسپورټ وزارت چاوراکي وایي د لویو لارو د واورو پاکول دوام لري د دغه وزارت شمیرې ښيي چې د بامیانو، دایکندي او غور ولایتونو لارې او هغه کنډوونه چې دغو لارو کې پراته دي، د واورو سختو ورښتونو او توپان له امله تړل شوي دي د زابل – غزني لویې لارې یخ بندۍ هم پلازمینې ته د سوداګریزو توکو انتقال ستونزمن کړی دی د لویو لارو په اوږدو کې د واورو ورښت، د لارو ښویه کیدل او بندیدل د هر کال د ژمي موسم کې د لویو موټرو چلوونکو او مسافر پرمخ ستونزې جوړوي د زابل د پولیسو قومندان وایي همدا اوس لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه ده او لسګونه مسافر دغه لاره کې تګ راتګ کوي د یادولو وړ ده چې له تیرې ورځې راهیسې په هرات، کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د زیاتو ورښتونو او سیلاوونو له امله زیات شمیر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-کابل-کندهار-لویه-لاره-کې-سړې-هوا-۸-تنه/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading