بازتاب نیوز

بلخ کې کوچیانو ته د بېلې شوې ځمکې پرسر لانجه حل غواړي

٢٤ مرغومی ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption د مزار شریف لوېدیځ ته د بې کوره شویو پنډغالي کې ګڼې کورنۍ استوګنې دي

د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې پر زرګونه جرېبه دولتي ځمکه چې د شاوخوا سیمو زیانمنو شویو کوچیانو او نورو بې ځایه شوو کورنیو لپاره د مېنو جوړولو ته بېله شوې له کلونو راهیسې شخړه لا هماسې روانه ده.

په بلخ کې د کوچیانو د چارو د سمون اداره وايي نهه کاله وړاندې د ولسمشر کرزي په لارښوونه د مزار شریف سوېل ختیځ لوري په لس کېلو مترۍ کې، پنځه زره جرېبه دولتي ځمکه هغو کوچیانو ته، چې د څړ ځایونه یې غصب او مالونه یې له منځه تللي د مېنې د جوړېدو لپاره بیله شوه، خو تر اوسه لا نه ده ورسپارل شوې.

ځمکه د یو شمېر کسانو له خوا چې ځانونه د بهسودو قام پورې تړلي بولي، نیول شوې. دوی ادعا لري چې ځمکه ډېره مخکې دوی ته ورکړل شوې وه.

د بلخ ولایتي اداره وايي لایې هم هڅې روانې دي چې دا لانجه په لنډ وخت کې غوڅه کړي.

د مزار شریف لوېدیځ ته د بې کوره شویو پنډغالي کې ګڼې کورنۍ استوګنې دي، چې د بېلا بېلو ستونزو خپلو مېنو او اصلي ژوند پرېښودلو ته اړ ایستلي.

په دوی کې یو اغا محمد دی. مالداري یې کوله او وايي د کوچیتوب خوشحاله ژوند یې لاره. خو طبعي او انسانی آفتونو هرڅه ترې واخیستل. اوس له دوو کالو راهیسې دلته په دې کمپ کې منتظر دی چې هغه ځمکه چې وعده یې ورکړل شوې تر لاسه کړي.

نوموړی وايي: "په یخو کېږدیو کې ژوند کوو، بچیان مو د سړه له لاسه ناروغان شول که موږ ته د کوچیانو لپاره ځانګړی شوی ښارګوټی نه وېشل کېږي؛ نو موږ به د بلخ سیمه ییزې ادارې پر وړاندې مدني حرکت پیل کړو."

Image caption له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری کوچیان د بلخ، چمتال، دولت اباد، چاربولک، شولګره، نهرشاهي او دهدادي ولسوالیو د وچکالیو او ناامنیو له امله د مزارشریف بېلابېلو سیمو ته راغلي

د کمپ یوه اوسېدونکې بي بي ګل ده، چې په یوه زړه خیمه کې ژوند کوي. وايي نا امنۍ او وچکالۍ یې هر څه ترې اخیستي.

نوموړې وايي د وچکالۍ او ناامنۍ له امله یې ټول شته له منځه تللي اوس مهال په یوه زړه خیمه کې د کورنۍ له ماشومانو سره ژوند کوي، د خوراک، پوښاک لپاره هېڅ نه لري ماشومان یې ټوله ورځ پلاسټیکونه راټولوي او بیا پرې اور بلوي چې ځانونه ګرم کړي.

د بې بې ګلې کورنۍ او د سیمې د نورو هغو کوچینانو چې جګړو، نا امنیو او وچکالیو خپلو مېنو او ژوند دود پرېښودلو ته اړ کړې دي، د استوګنې هغو نومرو ته منتظر دي چې نهه کاله وړاندې د حکومت له لوري په مزارشریف کې دوی ته بېل شوې. په بام کې و چې دغه ځای کې شاوخوا شلو زرو کورنیو ته د کورونو د جوړولو لپاره دولتي ځمکې وکړل شي.

خو کله چې ولایتي ادارې غوښتل د بېلې شوې ځمکې د وېش کارونه پیل کړي، یو شمېر کسانو چې ځانونه د بهسود قوم په نامه یادوي د دغې ځمکې د ملکیت دعوه وکړه.

د دوی استازی علي رضا رضايي وايي دغه ځمکه پنځه ویشت کاله پخوا د وخت حکومت هغو بې ځایه شوو کورنیو ته ورکړې، چې د میدان وردګو او غزني ولایتو څخه دغې سیمې ته راغلي وو.

د کوچیانو ستونزې

ښاغلی رضايي وایي یو شمېر کسان غواړي د دغې ځمکې پر سر د دوی او نورو قومونو، چې موخه يې کوچیان دي، جګړه رامنځ ته کړي.

په بلخ کې د کوچیانو د چارو د سمون ادارې مشر انجنیر فاروق عبیدي وايي د پخواني او اوسني ولسمشرانو څلور حکومونو په لاس کې لري چې وايي دا ځمکه دولتي ده او باید دوی ته ورکړل شي. هغه وايی د دغې مېنې لپاره د ځمکې د وېش ټول قانوني پړاوونه بشپړ شوي دي.

بل خوا، د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي د دوی هڅه کوي دا لانجه حل او د ځمکې وېش ژر پیل کړي.

نوموړی وايي د دغې ځمکې اسناد او کومو خلکو چې پرې دعوه کړې محکمې ته لېږلي، کله چې محکمې فیصله وکړه دوی به ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي.

بل پلو، د بلخ ولایتي شورا مشر ډاکتر محمد افضل حدید هم د لانجې د ژر غوڅېدا غوښتونکی دی او وایي د زیانمنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو کړاو دې نور پایته ورسول شي.

Image caption په بلخ کې د کوچیانو د چارو د سمون اداره وايي نهه کاله وړاندې د ولسمشر کرزي په لارښوونه د مزار شریف سوېل ختیځ لوري په لس کېلو مترۍ کې، پنځه زره جرېبه دولتي ځمکه هغو کوچیانو ته، چې د څړ ځایونه یې غصب او مالونه یې له منځه تللي

افضل حدید وايي دولت باید په خپلې ورکړل شوې وعدې ودرېږي او دغه ځمکه کوچیانو ته ورکړي، ځکه کوچیان هم حق لري چې د اوسېدو لپاره ځای ولري.

نوموړی وايي په بلخ کې داسې کړۍ شته چې دغه جنجال ته قومي رنګ ورکوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری کوچیان د بلخ، چمتال، دولت اباد، چاربولک، شولګره، نهرشاهي او دهدادي ولسوالیو د وچکالیو او ناامنیو له امله د مزارشریف بېلابېلو سیمو ته راغلي، چې ځینې یې د مهاجرو په کمپونو، کرایه کورونو او دښتو کې یې اړولي دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51104140

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading