بازتاب نیوز

د پکتیا له زندان څخه ددوریشتو بندیان تښتیدل

٢٤ مرغومی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دپکتیا ولایت امنیتي سرچینو وویل دغه دوریشت  بندیان چې دوسلوالو اقداماتو د ترسره کولو په  جرم بندیان شوي وو د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار له یوه زندان څخه وتښتیدل . همدارنګه د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت له زندان څخه د بندیانو د تښتې په تائیدولو سره د هغو شمیر اوه تنه اعلان کړ. او ویې ویل دغه کسان د  زندان د کړکیو په ماتولو سره په تښتې بریالي شوي دي .هغه وویل د تښتیدلیو بندیانو د بیا نیولو لپاره عملیات  پیل شوي دي .

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-پکتیا-له-زندان-څخه-ددوریشتو-بندیان-تښ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading