بازتاب نیوز

حکمتیار: له امریکایانو سره د «نه موافقې» په صورت کې هم طالبان له افغان جهتونو سره خبرې کوي

٢٤ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» وایي، طالبان اوس دې ته چمتو شوي، چې له امریکایانو سره د «نه موافقې» په صورت کې هم له افغان جهتونو سره بین الافغاني خبرې وکړي.

حکمتیار، چې تېره ورځ یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل «له طالبانو سره اوس تفاهم روان دی، هغوی هم دې ته چمتو دي، له نورو ګوندونو سره هم خبرې شوې، هغوی هم موافق دي؛ خو اوس خنډ یا د امریکا نوي شرطونه دي یا د کابل د حکومت دريځ دی.»

حکمتیار ددې تر څنګ ادعا وکړه، چې په قطر کې د طالبانو مذاکراتي ټیم ته د امریکا له لوري نوي شرطونه وړاندې شوي، چې له امله یې طالبان اندېښمن دي « د طالبانو لوری شکایت لري، چې امریکایان مسلسل نوي، نوي شرایط وړاندې کوي، ګواکي اوس د ایران او امریکا تر منځ ددې منازعې نه وروسته، امریکا له طالبانو غوښتي، چې له ایران سره خپل مناسبات قطع کړي.»

که څه هم طالبانو او امریکایي لوري په رسمي ډول د قطر د خبرو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د نیویارک ټایمز خبریال «مجیب مشال» وایي، په تېره یوه اوونۍ کې دواړو لورو د پرمختګ په پار څو ناستې کړې؛ خو په سیمه کې روان تشنج ددې لامل شوی، چې هغوی په دې اړه څه ونه ووايي.

د مشال په خبره، طالبان دې خبرو ته خوشبین ښکاري.

که څه هم تر دې دمه طالبانو د حکمتیار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې هغوی په بیا،بیا ټینګار کړی وو، چې له امریکایانو سره یوه توافق ته تر رسېدلو وړاندې بین الافغاني خبرې شونې نه دي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157657/حکمتیار-له-امریکایانو-سره-د-نه-موافقې/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading