بازتاب نیوز

ولسمشر غني د کابل ښار اوسېدونکو سره د ملي بحث لړۍ پیل کړې

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

ولسمشر غني د کابل ښار اوسېدونکو سره د ملي بحث لړ پیل کړې، او په دغه لړ کې به د  کابل ښار د ټولو ناحیو اوسېدونکو سره جلا ناستې ولري.

د کابل ښار اوسېدونکو سره د ولسمشر ملي بحث لړۍ د کابل ښار له پنځمې  ناحیې څخه پیل شوې، او همداسې به دوام وکړي، چې دغه لړ کې به ولسمشر غني د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته غوږ کېږدي.

ولسمشر ماڼۍ وايي، چې تېره ورځ ( سه شنبه مرغومې ۲۴ ) دغه لړۍ پیل شوه او ولسمشر غني د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکو سره  وکتل او خپلې ستونزې او وړاندیزنه یې  ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر ماڼۍ وايي، د پنځمې ناحيې ښځو، ځوانانو، علماوو، ګذر وکیلانو، مشرانو او متنفذینو له ولسمشر غني سره وکتل، او  د شپږو کمېټو په چوکات کې یې  خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر غني د پنځمې ناحیې خلکو ته ژمنه وکړه چې له زورواکو او غیرمسؤلو وسله والو سره به ټینګه مبارزه وکړي، او د اړتیا په وخت کې به یې پر وړاندې له قوې هم  کار واخلي.

 همداراز ولسمشر غني خلکو ته وویل چې ټولې غصب شوې ځمکې به له غاصبانو واخیستل شي او خپلو اصلي مالکینو ته به ورکړل شي.

د پنځمې ناحیې اوسېدونکو  د امنیت د تینګښت په موخه د پنځمې امنیتي حوزې د ټول پرسونل له بدلون څخه هر کلی کړی، او دا یې د جنايي جرمنو د کمېدو پېلامیه ښودلې ده.

ولسمشر غني د امنیتي ستونزو لپاره د یوې کمېټې د رامنځته کولو خبره هم کړې، او ویلي چې امنیتي ستونزې باید طبقه بندي شي او د عاملینو د تشخیص لپاره دغه کمېټه کار وکړي.

ولسمشر غني ژمنه کړې چې د کابل ښاریانو سره به ناحیه په ناحیه وګوري، او د هغوي ستونزې او وړاندیزونه به پر یوې برنامې بدله کړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24419

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading