بازتاب نیوز

ولسمشر غني: غصب شوې ځمکې به خپلو څښتنانو ته وسپارو

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ بی بی سی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت به د ځمکو د غصبوونکو نومونه په ډاګه او غاصبان به ممنوع الخروج کړي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې تېره ورځ د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو ته په یوه غونډه کې کړې دي.

د نوموړي په خبره، د غاصبانو له خوا د غصب شويو ځمکو نوملړ به جوړ او غصب شوې ځمکې به خپلو اصلي څښتنانو ته ور کړل شي.

په ورته مهال د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکې وزارت وایي، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې یو نیم میلیون جرېبه ځمکه زورواکو غصب کړې، چې ډېره برخه یې کابل او بلخ ولایتونو کې ده.

ولسمشر غني هم پرون په غونډه کې د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د ځمکو د غصب په تړاو جدي اقدامات وکړي.

* بلخ کې کوچیانو ته د بېلې شوې ځمکې پرسر لانجه

* 'د پوهنې وزارت زرګونه جریبه ځمکې غصب شوې'

د دې وزارت ویاند حشمت الله ناصري بي بي سي ته وویل، دوی تر اوسه د ځمکې پر غصب د څه باندې ‍۱۵ زره تورنو کسانو نومونه عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.

هغه دا هم وویل، د ځمکې په غصب د ۱۸۸۲۳تورنو کسانو نوملړ یې برابر کړی دی.

نوموړی وايي، به تېرو تېرو څلورو کلونو کې پنځه سوه زره جرېبه دولتي ځمکه بېرته ترلاسه کړې ده.

د هېواد اتو زونونو کې د غصب د څېړلو لپاره اته اختصاصي محکمې جوړې شوې دي.

خو بیا هم فساد څاري بنسټونه وايي، په حکومت کې یو شمېر کړۍ د ځمکې غصبوونکو ملاتړ کوي او په دولتي ادارو کې اداري فساد د ځمکې له غصبوونکو د حساب ستر خنډ دی.

ملي بحث

ولسمشر غني د بېلابېلو ولایتونو له اوسېدونکو سره د ملي بحث په نوم د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده.

نوموړي پرون د دې لړۍ لومړۍ کړۍ کې د کابل د پنځمې ناحیې له اوسېدونکو سره دا ژمنه وکړه.

ولسمشر غني په دې ناسته کې په پنځمه ناحیه کې د زورواکو له لوري د تړل شویو واټونو او کوڅو د پرانیستلو، د مافیا او د ځمکو غاصبینو پرضد د قانوني چلند او په دیوان بیګي کې د ۳۰۰ بستریز روغتون د جوړولو د کار پیلولو غوښتنه وکړه.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51116167

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading