بازتاب نیوز

۲۰۳ تندر قول اردو: غزني کې ۷ وسلوال مخالفین وژل شوي

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

۲۰۳ تندر قول اردو وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تیرو ۲۴ ګړیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غزنې په اندړو او ګیلان ولسوالیو کې لس وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

۲۰۳ تندر قول اردو لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان هوايي، ځواکونو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د جانان او خیرالدین په سیمو کې پر وسله والو  هوایي بریدونه کړي، په پایله کې (۵) تنه وسله وال وژل شوي، (۱) عراده ډاټسن، یو عراده هایلکس، یو میل دهشکه او یو عراده موټرسایکل یې له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کړې، چې پایله کې یې دوه طالبانو وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

تندر قول اردو افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24429

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading