بازتاب نیوز

ننګرهار کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو څېړنې کیږي.

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د ننګرهار ولایت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د دغه ریاست د فني او مسلکي ټیم لخوا د غنمو پر ۴۱ ډولونو څېړنې کیږي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست په وینا د شیشم باغ  په څېړنیز فارم کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو چې په کې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي څېړل کیږي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغې څېړنې موخه راتلونکې کې د غنمو د ښه او ډېر تولید په پار ګړندي ګامونه اخیستل دي.

د چارواکو په وینا د دغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینواو بزګرانو سره شریکیږي، تر څو راتلونکي کې ښه حاصلات لاسته راوړي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې دغې څېړنې د کرنې پوهنځي زدکړیالانو لپاره د عملي او نظري زدکړې زمینه هم برابره کړې، چې په بېلا بېلو برخو کې پر زدکړو بوخت دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24426

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading