بازتاب نیوز

ميدان وردګ: د دولتي عسکرو په ډزو یوه ميرمن وژل شوې

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په ميدان وردګ ولایت کې د امنيتي ځواکو ډزو کې يوه ميرمن وژل شوی ده.

راپورونه وايي چې تيره ورځ د ميدان وردګ ولايت سيداباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځوواکونو له پوستو څخه د سيمې په يو بازار مرمۍ لګېدلې ده چې په نتيجه کيې يې ياده ميرمن لومړۍ ټپي شوه او څو شيبې وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ياده ميرمن په بازار کې خپل کور ته د اړتيا وړ توکو د پېردولو لپاره تللې وه چې دا پيښه رامنځته شوه.

د وژل شوې ميرمن خاوند هم چې د سيمې يو غريب سړی دی له ډېرې مودې راهيسې له رنځورتيا کړيږي.
د ميدان وردګ ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د امنيتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو د سپکو او درنو وسلو مرمۍ توغول شوي دي چې ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157675/ميدان-وردګ-د-دولتي-عسکرو-په-ډزو-یوه-مير/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading