بازتاب نیوز

ملي امنیت شورا سلاکار د ایران بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د هېواد ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هند کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د “رایزانا” غونډې په څنډه کې د افغان سولې او د سیمې د وضعیت په تړاو خبرې کړي.

ملی امنیت شورا سلاکار سیمه کې د راټوکېدلې کړکېج په اړه خپله اندېښه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره شریکه کړې، او هیله یې څرکنده کړې چې دغه کړکېج د خبرو له لارې حل شي.

ښاغلي محب همداراز ویلي چې سیمه کې رامنځته شوې ناندرۍ نه باید پر افغان سوله منفي اغیز پرېږدي، او د سیمې په کچه  له افغان سولې د ملاتړ غوښتونکی شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف هم ویلي چې د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي، او هیله لري چې ښه پایله به ولري.

ایران تر مخکې ویلي و چې تر هغه د افغان سولې له خبرو ملاتړ نه کوي، چې افغان حکومت په خبرو کې ګډ نه وي.

رایزانا غونډه چې هر کال د نړیوالې ټولنې د بېلا بېلو سکټورونو د  مشرانو په ګډون ترسره کیږي،  په بېلا بېلو برخو لکه سیاست، امنیت، سوداګري او داسې نورو برخو بحث کوي.

دغه غونډه سږکال د هند پلازمینې نوې دهلي کې جوړه شوې، چې د افغان حکومت په استازیتوب د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ګډن کړی دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24434

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading