بازتاب نیوز

ایران: تمه ده د افغان سولې پروسه نتیجه ورکړي

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» په نوي ډهلي کې د کابل حکومت د ملي امنیت شورا له سلاکار «حمدالله محب» سره د افغانستان، سیمې او نړۍ په مسایلو خبرې کړې.

له ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حمدالله محب د ایران دبهرنیو چارو له وزیر او ورسره پلاوی سره په لیدنه کې، په سیمه کې راپورته شوي وروستي بحرانونه د اندېښنې وړ وبلل او ټینګار یې وکړ، چې باید مسایل د مذاکراتو له لارې حل شي.

محب وړاندې ویلي «د ورستیو پیښو له امله د افغانستان د سولي پروسه باید متضرره نسي او د سیمي‌په کچه له دې پروسې سره لازمه او رښتینې همکاري وسي څو پایدارې سولې ته د رسیدو زمینه مساعده سي.»

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې جواد ظریف ویلي، چې هیواد یې د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او ددې پروسې پایلو ته هیلمن دی.

د ظریف په خبره، ایران له افغانستان سره اوږدمهاله او رغوونکو همکاریو ته ژمن دی.

ایران داسې مهال د افغان سولې د پروسې پایلې ته په تمه دی، چې د طالب او امریکایي مذاکراتي ټیم تر منځ په دوحه کې د خبرو بهیر روان دی او تمه ده دواړه لوري په لنډ وخت کې یوه توافق ته ورسېږي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157692/ایران-تمه-ده-د-افغان-سولې-پروسه-نتیجه-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading