بازتاب نیوز

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست څارنوالۍ ته معرفي شوی

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست “جواد پیکار” له واکه څخه په ناوړه ګټه اخیستنې توره شوی، او له همدې امله لوی څارنوالۍ نوموړی ممنوع الخروج اعلان کړی دی.

د ولسمشر د یو فرمان له مخې ښاغلي پیکان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې یو شمېر کسان په خپل سر او له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې ګمارلي دي.

د ولسمشر فرمان کې  راغلي:

“د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار د خپل صلاحیت خلاف د دغه وزارت یو شمېر بستونو کې سرپرست او یا وارسي کسان ګمارلي.”

دغه فرمان کې همدراز له ښاغلي پیکان څخه غوښتل شوي، چې ترکیې هېواد کې د خپل لرونکي جایداد په اړه لوی څارونوالۍ ته معلومات وړاندې کړي.

جواد پیکار د قضیې تر څېړلو پورې ممنوع الخروج اعلان شوی دی. که څه هم  ولسمشرۍ ماڼۍ دغه فرمان د روانې اونۍ په پیل کې صادر کړی، خو تر اوسه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په دې اړه څه ندي ویلي

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24439

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading