بازتاب نیوز

د ټاکنو کمېسیون پخواني کمېشنران په دو نیم – دو نیم کلو بند محکوم شول

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

استیناف محکمې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانيو هر کمېشنر ته د دوو کلو او شپږ میاشتو سزا واوروله.

تر دې مخکې لومړۍ محکمې هر یو کمېشنر ته پنځه – پنځه  کاله د بند سزا ورکړې وه چې اوس دغه جزا له پنځه کلونو څخه دوه نیم کلونو ته راښکته شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پخوانیو کمېشنرانو استینافي محکمه د تیره ورځ ( سه شنبه مرغومې ۲۴ ) جوړه شوې وه، خو دغه محکمه اوږده شوه او پایله یې نن اعلان شوه.

دغه کمېشنران چې اوس په بند محکوم شوي دي، د تیرو پارلماني ټاکنو چارې یې پر غاړه درلودې، چې په کم کارۍ، او له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24445

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading