بازتاب نیوز

نا انډوله بوديجه؛ د غور اعتراض کوونکي سړکونو ته راووتل

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ سلام وطندار

د غور لسګونه اوسېدونکيو، د ولایتي شورا غړیو او مدني فعالانو نن د دې ولایت په مرکز فېروز کوه ښار کې یوه اعتراضیه غونډه وکړه او یو ځل بیا یې له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت محرومیت ته پام وکړي.

لاریون کوونکو دغه راز وویل چې څو ځله د ملي یوالي حکومت مشران ولایت ته ورغلي او له خلکو سره یې ژمنې کړې چې دغه ولایت به له جغرافیايي زندان څخه ژغوري، خو دغه ژمنې هېڅکله نه دي عملي شوي.

دوی د مرکزي حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې د ۱۳۹۹ کال په مالي بودیجه کې د کابل – هرات مرکزي لویې لارې جوړونې او همدارنګه د غور د پوزه‌لېچ برېښنا بند لپاره بودیجه په پام کې ونیسي.

 هغوی خبرداری ورکړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، خپلو مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

دغه راز د غور ولایتي شورا غړي چې په دې لاریون کې یې ګډون درلود، د مرکزي حکومت چارواکي د غوریانو د غوښتنو په تړاو په نه پاملرنې او تعصب تورنوي او زیاتوي چې که د هغوی غوښتنو ته پام ونه شي، هغوی به هم له خلکو سره په همغږۍ خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا، د غور د محلي ادارې چارواکي وايي چې هغوی د غور د اساسي پروژو، د ۱۰۰ کیلومټره مرکزي لویې لارې جوړونې په اړه د خلکو غوښتنې او د برېښنا بند جوړونې په اړه غوښتنې د راتلونکي مالي کال د سند په چوکاټ کې مرکزي حکومت ته استولې دي.

ولسي جرګه هم د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه ناعادلانه بولي. د يادې جرګې رييس میر رحمان رحماني وايي، د ولسي جرګې مالي او د بودیجې کمیسیون تر دوشنبې ورځې وخت لري چې د مالیې له وزارت سره د بودیجې په اړه بحث وکړي او د دوشنبې په ورځ د۱۳۹۹ کال د مالي بودیجې سند د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

خو د مالیې وزارت د وياند مرستیال عبدالله درماني د بودیجې د نا متوازن والي ادعا ردوي او وايي چې بودیجه د اړوند وزارتونو پروګرامونو ته په کتو چمتو شوې ده.

 نوموړی زیاتوي چې په دې سند کې لږ پرمختللیو ولایتونو ته ډېره پاملرنه شوې ده.

د مالیې وزارت چارواکي وايي، د ۱۳۹۹ کال ټوله بودیجه ۴۲۸ میلیارده ۳۸۰ میلیون افغانۍ ده چې په کې ۲۸۹ میلیارده عادي او ۱۳۹ میلیارده او ۲۷۹ میلیونه یې پراختیايي بودجه جوړوي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=52520

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading