بازتاب نیوز

د ايراني چارواکيو د څرکندونو په تړاو په کابل کې د ايران سفير احضار شو

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ سلام وطندار

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د ایراني چارواکیو د څرګندونو په تړاو په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان احضار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر ادریس زمان له نوموړي سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د ځینو برخو نښه کولو په تړاو د ځینو ایراني چارواکیو په تړاو وضاحت غوښتی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هغو ایراني چارواکیو، په تېره د یاد هېواد د نظامي ځواکونو د قوماندانو څرګندونو په اړه چې یلي و، که امریکا پر ایران برید وکړي، دوی به د افغانستان ځینې سیمې په نښه کړي، وضاحت وغوښت.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر په یاده غونډه کې ویلي چې د ایران اساسي، رسمي او تلپاتې دریځ د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته درناوی دی.

د نوموړي په وينا، هر دول نامسووله څرګندونې چې د افغانستان په اړه وي د ايران په پاليسۍ کې ځای نه لري.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې امريکا په عراق کې د ايران د سپاه پاسدران ډلې قومندان قاسم سليماني په يوه هوايي بريد کې وواژه او دې سره د دواړو لوريو ترمنځ کړکېچونه رابرسېره شول.

له دې سره ايراني چارواکيو  وويل که چېرې د امريکا ځواکونو له کوربه هېوادونو پر ايران بريد وشي، ايران به هم ورته عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني ټينګار کړی چې له افغانستانه به په هېڅ حال د چا پر ضد کار وا نه خيستل شي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=52537

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading