بازتاب نیوز

امريکا د تېر کال په نهو مياشتو کې په افغانستان کې له ۸۰۰۰ زیات بریدونه کړي

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو نړيواله اداره وايي، امريکايي ځواکونو د تېر ۲۰۱۹ کال په لومړيو نهو مياشتو کې په افغانستان کې له اتو زرو زيات توغندي او بمونه غورځولي دي.

اسيا لپاره د بشري حقونو د څار ډلې مشرې پتريشيا ګاسمن ويلي، افغانستان کې د جګړې ښکېلې غاړه د جګړې قانون ته درناوی نه کوي، چې له امله يې ډېر زيان او مرګ ژوبله ملکي وګړو ته رسيږي.

د بشري حقونو په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، ګډو ځواکونو د خپلو عملياتو او بمباريو پر مهال د طالبانو په پرتله عامو خلکو ته ډېره مرګ ژوبله او زيانونه اړولي دي.

د ګډ حکومت دفاع وزارت د بشري حقونو راپور ته په خپل غبرګون کې ويلي، دوی د عملياتو پر مهال د ملکيانو خونديتوب ته پام کوي او ملکيانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ټوله پړه يې پر طالبانو اچولې ده.

د ګډ حکومت د کورنيو چارو وزارت مرستيال خوشحال سعادت څو ورځې مخکې په هرات کې يوې امنيتي غونډې ته ويلي و، چې عام خلک له طالبانو سره مرستې کوي او تر څو، چې دا کارونه روان وي، د ملکيانو مرګ ژوبله کمېدل ستونزمن دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې يې په خپلو رسمي غبرګونونو او اعلاميو کې ويلي، چې دوی د خپلو عملياتو پر مهال د عامو خلکو خونديتوب ته پاملرنه کوي او د ملکيانو د مرګ ژوبلې لامل يې د بهرنيو او دولتي عسکرو بمبارۍ او عمليات ياد کړي دي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157703/امريکا-د-تېر-کال-په-نهو-مياشتو-کې-په-افغ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading