بازتاب نیوز

د ښارجوړونې سرپرست وزیر ممنوع الخروج شو

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ طلوع نیوز

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه فرمان کې چې رسنیو ته یې درز کړی، جواد پیکار تورن دی چې دغه وزارت کې یې له صلاحیتونو پراخ انتصابونه کړي.

د دغه سند له مخې ولسمشر غني تېره شنبې ویلي دي چې جواد پیکار له خپلو صلاحیتونو خلاف یو شمېر کسان د رییس او یا هم د څاروونکو په توګه ګمارلي دي.

د سند بله برخه کې راغلي دي چې ښاغلي پیکار په ترکیه کې جایدادونه هم اپارتمانونه اخیستي، لویه څارنوالي او د چارو اداره باید په ګډه سره روښانه کړي چې نوموړي دغه جایدادونه له کومې سرچینې او کله پېرلي دي.

ولسمشرغني له لویې څارنوالۍ غوښتنه کړې ده چې د ښارجوړوونې سرپرست وزیر دې د څېړنو تر پایه پورې ممنوع الخروج کړي.

په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشېد رسولي په دې اړه له هر دول مالوماتو ډډه کوي.

خو د ښار جوړوونې وزارت د دغه سند نه منلو سره وايي چې تر اوسه پورې په رسمي توګه دا ډول کوم سند یې نه دی ترلاسه کړی.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/د-ښارجوړونې-سرپرست-وزیر-ممنوع-الخروج-شو

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading