بازتاب نیوز

د مسکو د ناستې له برابرولونه مننه

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس حامد کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له خاص استازي سره د افغانستان په سوله لیده کاته کړي دي د حامد کرزي دفتر په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی کرزی دا مهال د هند رای سینا کنفرانس ګډونوال دی او له ضمیر کابلوف سره یې د سولې پروسې په اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي ښاغلي کرزي په دې لیدنه کې د مسکو د ناستې جوړولو له کبله له روسیې مننه کړې چې د بین الافغاني ناستې لپاره یې زمینه سازي کړې وه حامد کرزی دا مهال هند ته تللی اوهلته یې د جرمني له باندنیو چارو وزیر سره هم د افغانستان په سوله خبر کړې دی بلخوا ضمیر کابلوف هغه کس دی چې د افغانستان د سولې په رابطه یې نظر زهرجن بلل کېږي او ویل کېږي چې همدغه کس له مسکو سره د طالبانو رابطه جوړه کړې چې اوس یې یو شمیر سیاسیون هم په افغانستان کې خپل کړي دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/news/د-مسکو-د-ناستې-له-برابرولونه-مننه/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading