بازتاب نیوز

په فرانسی کی د کاربندیزونو دختمیدا غوښتنه

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د فرانسې لومړی وزیر ایډورډ فیلیپ د هیواد له اعتراض کونکو وغوښتل خپل کاربندیزونه پاې ته ورسوی ورسوی . هغه له اعتراض کونکو وغوښتل هغه کاربندیزونه چې نن څلویښتمې (۴۰) ورځې ته ورننوځی پاې ته ورسوی . د فرانسې لومړی وزیر ایډورډ فیلیپ د متقاعد کیدا د عمر د زیاتیدا په هکله له پلانونو له شاتګ وروسته چې مخکې ورباندې اعتراض کیده نیت لری د متقاعد کیدا د اصلاح پلان تر اخره پورې مخ ته بوځی . د اقتصادی سیاستونو په تیره بیا د متقاعد کیدا د نظم د اصلاح په هکله له حکومت سره د فرانسې د تجارتی او د کارګری اتحادیو ترمینځ په خبرو اترو کښې بندون اوس هم دوام لری او دواړه لوری تراوسه هیڅ موافقې ته نه دی رسیدلی .

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/په-فرانسی-کی-د-کاربندیزونو-دختمیدا-غوښ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading