بازتاب نیوز

د ټرانسپورټ وزیر یمایاري استعفاء

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دټرانسپورټ وزیریما یاري په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د خپلو شخصي ستونزو او عذر له مخې نه شي کولی نوره دنده مخته یوسي او له همدې کبله یې ولسمشر ته استعفا وړاندې کړې ده ښاغلی یاري تر دې وړاندې د ټولګټو وزیر و خو دغه وزارت څه موده وړاندې د ولسمشر د حکم له مخې له ترانسپورټ وزارت سره مدغم شو او ولسمشر یې ښاغلي یاري ته د سرپرستۍ چارې وسپارلې تر ده وړاندې د افغانستان د بریښنا وزارت سرپرست محمد ګل خلمي هم د شخصي ستونزو او ناروغۍ له کبله استعفا ورکړې وه، چې ولسمشر منظوره کړې ده.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-ټرانسپورټ-وزیر-یمایاري-استعفاء/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading