بازتاب نیوز

کابل کې د فري سټایل سپورټونو ننداره

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ طلوع نیوز

ځينو لوبغاړو کابل کې د فري سټایل سپورټونو په ننداره کې ګډون کړی او د دغه سبک په بېلابېلو برخو کې ننداریز حرکتونه ترسره کړل.

دغه ننداریز پرګرام کې نن شنبې (د مرغومې په ۲۱مه) د «سولې» موسسې له خوا جوړ شو.

په دغه یو ورځني ننداریز پروګرام کې ۲۵ ښځینه او نرینه لوبغاړو  د بایسکل فري سټایل، پارکور او رولر بېلډ په سبکونو کې ګډون کړی وو.

د دغه نمایش جوړونکي، د دغه پروګرام جوړول هېواد کې د بېلابېلو سپورټونو معرفي کول او همدارنګه سپورټ ته د ځوانانو هڅول بولي.

ورته مهال لوبغاړي هم د دا شان پروګرامونو له جوړېدو هرکلی کوي او هغه په هېواد کې د فري سټایل سپورټونو د ودې لپاره ګټور ګڼي.

د پاورکور سپورټ کابو نه کاله کېږي چې په افغانستان کې دود شوی. د بایسکل فري سټایل چې د بایسکل ځغاستې سپورټ برخه ده هم څو کاله کېي چې په افغانستان کې دود شوی. او د رولر بېلډ سپورټ هم کابو پنځه کاله کېږي چې پیل شوی دی. 

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/sport/کابل-کې-د-فري-سټایل-سپورټونو-ننداره

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading