بازتاب نیوز

اشرف غني د سولې اړوند چارې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته وسپارلې

٢٥ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د یو ځانګړي فرمان له لارې د سولې اړوند ټولې چارې دوی ته سپارلې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري په خپاره شوي مطلب کې راغلي، چې اشرف غني د سولې اړوند ټول امور د سولې په چارو کې د دولت وزارت په غاړه ور اچولي او په دې برخه کې د کېدونکو هڅو د همغږۍ په موخه یې د یوې کميټې د تشکیل امر ورته کړی.

حکومت داسې مهال، د سولې چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته سپاري، چې تر دې وړاندې دا برخه د سولې د عالي شورا له لوري په مخ وړل کېده.

که څه هم د سولې عالي شورا تشکیل وجود لري؛ خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر جوړېدو وروسته یې دندې او برخلیک نامالوم دي.

څه موده وړاندې ددې شورا مرستیال «حاجي دین محمد» ویلي وو، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا یې مالي سرچینې لغوه شوي او امکانات هم نه ورکول کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت، څه موده وړاندې د اشرف غني له لوري جوړ شو او د خپل دفتر پخوانی رییس «سلام رحیمي» یې ددې وزارت مشر وټاکه، ولسي جرګې په لومړیو کې ددې وزارت جوړول ناقانونه وبلل؛ خو دوې اوونۍ وړاندې یې ورته د تایید رایه ورکړه.

 

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157729/اشرف-غني-د-سولې-اړوند-چارې،-د-سولې-په-چا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading