بازتاب نیوز

غور ولایت کې یو مېرمن په ډزو وژل شوې

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ ( چهارشنبه مرغومې ۲۵ ) یوه مېرمن د ښکاري وسلې په واسطه وژل شوې، خو د لا څرګنده نده چې دا مېرمن ولې او د چار له لوري وژل شوې ده.

د غور د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمعروف رامش وايي، وژل شوې مېرمن د غور ولایت مرکز فیروز کوه اوسېدونکې وه چې خیر آباد سیمه کې یې ژوند کاوه.

د غور مرکزي روغتون مسؤلین وايي، مېرمن لومړې ټپي شوه وه، او کله یې  چې روغتون ته راوړه نو همدلته  یې ساه ورکړه.

امنیتي چارواکي وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې دا مېرمن ولې او د چا له لوري وژل شوې ده، خو پولیسو خپلې پلټنې پیل کړي دي، او خپلې موندنې به وروسته خلکو او رسنیو سره شریکې کړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24451

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading