بازتاب نیوز

کابل کې شپږ کسان د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار یو شمېر سیمو نه یې  شپږ کسان د غلا، وژنې او جنسي تیري په تور نیولي او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې سپارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا  د کابل ښار له شپږمې امنیتي حوزې څخه یې یوه مېرمن د خپل خاوند د وژنې په تور نیولې ده، او همداراز یو بل کس یې د جنسي تیري په تور د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند سیمو  کې نیول دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، یاد کس څه موده مخکې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ کې پر یو جنۍ جنسي تیری کړی و، چې له هماغه وخت څخه د پولسو د  څار لاندې و، چې بلاخره نن ( پنجشنبه مرغومې ۲۶ ) کابل کې ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت د کابل ښار له شپږمې حوزې څخه داسې کس نیول چې د همدغې حوزې اړوند سیمو کې به یې وسلوالې غلاوې ترسره کولې.

په ورته وخت کې د  کابل قومندانۍ پولیسو د میربچه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمو کې د وسلوه والو غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې، چې میربچه کوټ، کلکان او قره باغ ولسوالیو کې به یې غلاوې او لارنیونې کولې.

کورنیو چارو وزارت تر هغه ورسته کابل ښار کې یو لړ عملیات پیل کړل، چې د کابل لارې او کوڅې نا امنه شوې وې، او د جنايي جرمنو کچه لوړه شوې وه.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24454

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading