بازتاب نیوز

ارګ: هیله ده د ایران-امریکا کړکېچ د افغان سولې بهیر اغېزمن نه کړي

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ بی بی سی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي هیله من دي چې د امریکا او ایران تر منځ ترینګلتیا د افغانستان د سولې بهیر اغېزمن نه کړي.

د ارګ په وینا افغان دولت د دوړاو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت غوښتونکی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي د افغان سولې لپاره اوربند اساسي حل لار ده:

"د جګړې د پای او د سولې لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا ده او د سیمې هېوادونه هم باید د افغان سولې خبرو د ملاتړ لپاره اجماع وکړي".

هغه خپلو خبرو کې زیاته کړه: "موږ د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت غوښتونکي یو، خو زموږ جعرافیايي موقعیت داسې ده چې کله د سولې یا نورو مهمو پروسو بحث کوو، طبیعي ده چې دا پروسه پېچلې کوي، هیله من یو چې د امریکا او ایران ترمنځ کوم کړکېچ پېښ شوی د افغان سولې بهیر اغېزمن نه کړي".

په ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، افغانستان د یوې تلپاتې سولې په لټه کې دی.

حمدالله محب د چارشنبې په ورځ نوي ډېلي کې د ري سینا کلنۍ غونډې ته خبرو کې وویل، سولې ته د رسېدو لپاره طالبان باید اوربند وکړي.

د هغه په خبره، که دا خبرې په سوله پای ته ونه رسېږي، کومه مانا نه ور کوي.

"طالبانو ته حکومت کې د ځای ور کولو دلیل دا دی چې د خلکو پرضد تاوتریخوالی ختم کړي، که دا کار نشي کولی، موږ د دوی پخوانۍ ایډیالوژي او رژیم نه غواړو".

د نوموړی په خبره، د افغان حکومت یوه خبره ده او هغه د تاوتریخوالي کمول، خو که دا نه کېږي، سوله هم نشته.

حمدالله محب دې سفر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره هم ولیدل.

نوموړي دې لیدنه کې د سیمې پر وروستي بدلون له اندېښنې ښودو سره هیله وښوده چې ستونزې د خبرو له لارې اوارې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم دې لیدنه کې بیا له افغان سولې د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.

د هغه په خبره، ایران له افغان حکومت سره تلپاتې او رغنده همکارۍ ته ژمن پاتېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ځینې ایراني چارواکو د دې څرګندونو وضاحت غوښتی چې ویلي یې دي پر ایران د امریکا د برید حالت کې به د افغانستان ځینې برخې په نښه کړي.

خو کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې تهران د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري.

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې هغه وخت لا خرابې شوې چې واشنګټن نږدې دوه اونۍ وړاندې بغداد هوايي ډګر کې د قدس ځواکونو مشر تورنجنرال قاسم سلیماني وواژه.

د نوموړي له وژلو څو ورځې وروسته ایران په عراق کې د امریکا دوه اډې په توغندیو وویشتې.

ایراني چارواکو دا هم وویل، چې دا توغندي پیل دی او د قاسم سلیماني سخت غچ به اخلي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51130886

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading