بازتاب نیوز

د امریکا سنا کې د ټرمپ استېضاح؛ که یې مخالفین ډېر شي نو ټرمپ به له دندې ګوښه کېږي

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د امریکا د استازو مجلس رسما د ټرمپ د استیضاح اسناد ددغه هېواد سنا ته وسپارل. د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي تر دوو میاشتو هڅو وروسته په دې بریالي شول چې د ټرمپ ټول اسناد مکمل او هغه د امریکا سنا ته وسپاري. د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ داستیضاح پرېکړه کړې ده چې تر دې وروسته به د امریکا سنا د هغه د محاکمې او استیضاح مراحل مخ ته وړي. په دې توګه نو ټرمپ د امریکا درېیم ولسمشر دی چې د سنا له لوري استیضاح کېږي. د امریکا سنا سل غړي لري که اکثریت یې د ټرمپ مخالفت وکړي، نو دی به له دندې ګوښه کېږي. نانسي وایي ټرمپ له واک د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کړې ده، پر ځینو هېوادونو یې د شخصي مسایلو لپاره سیاسي فشارونه راوستي دي او دغه راز یې د کنګرې واکونه محدود کړي او صلاحیتونو ته یې درناوی نه دی کړی. خو ټرمپ دا هر څه یوه سیاسي دسیسه بولي او له سنا غواړي چې دغه قضیه کم ارزښت او بېځایه وبولي. The post د امریکا سنا کې د ټرمپ استېضاح؛ که یې مخالفین ډېر شي نو ټرمپ به له دندې ګوښه کېږي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/10/26/د-امریکا-سنا-کې-د-ټرمپ-استېضاح؛-که-یې-مخ/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading