بازتاب نیوز

کابل کې د ایران سفیر نه وضاحت وغوښتل شو

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د ایران له سفیر “بهادر امینیان” څخه د هغه څه له امله سپیناوی وغوښته، چې تیره اونۍ د ایران  پوځ مشر افغانستان او سیمه کې د امریکا متحد هېوادونو ته ګواښ وکړ، چې امریکا دې په خپله خوښه له خپلو خاورو څخه وباسي، کنه ایران به یې پر تحمیل کړي.

د ایران او امریکا تر منځ کړکېج کې افغان حکومت بې طرفه دریځ غوره کړ، او ایران ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به یې پر وړاندې ونه کارول شي.

ایراني چارواکو په تیزه ژبه د افغانستان په ګډون سیمه کې د امریکا متحد هېوادونو ته وویل، که امریکا په سیمه کې له خپلو شتو پوځي اډو څخه پر ایران برید وکړي، نو ایران به هم هماغه هېواد کې د امریکا تاسیسات په نښه کړي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ ( چهارشنبه مرغومې ۲۵ ) د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ایران له سفیر “بهادر امینیان” سره یې لیدلي او له نوموړي څخه یې  د ایراني چارواکو وروستیو څرګندونو په اړه یې وضاحت غوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبره د ایران سفیر د خپل هېواد رسمي دریځ د افغانستان د ځمکني بشپړتیا او ملي حاکمیت ته تل پاتې دراناوی ښودلی، او له دې پرته د افغانستان پر وړاندې هر ډول څرکندونې یې د ایران د سیاست او پالیسۍ خلاف یادې کړې دي. افغان حکومت په کراتو خپله اندېښنه ښودلې  چې د ایران او امریکا تر منځ راټوکېدلی کړکېج نه باید د افغان سولې بهیر اغیزمن کړي، همدا تیره ورځ هند کې د افغانستان د ملي شورا سلاکار حمدالله د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره کتنه کې ټینګار کړی چې سیمه کې راپورته شوې ناندرۍ نه باید افغان سوله اغیزمنه کړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24462

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading