بازتاب نیوز

سیګار: له فاسدو جنګسالارانو سره د امریکا یارانې، طالبان غښتلي کړل

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بيارغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار د ادارې «سیګار» مشر «جان سوپکو» وایي، امریکا په افغانستان کې ناکامه ده او لامل یې په افغانستان کې د امریکا له لوري د جنګسالارانو سره ملګرتیا وه.

د امریکايی ورځپاڼې «واشنګټن ایګزامینر» په حواله، سوپکو دغه څرګندونې د امریکا کانګرس ته وکړې، نوموړي ویلي « امریکا په افغانستان کې فاسد او مجرم جنګسالاران تقویه کړل، د هغوی امنیت یې ونیوه،  ولایتونه یې ور وسپارل، قدرت یې ورکړ او په دې توګه یې په افغانستان کې غبن او فساد وهڅاوه، چې له امله یې د امریکا د متحده ایالاتو ستراتېژي ناکامه شوه.»

نوموړی زیاته کړې « انګېرنه داسې وه، چې امریکا به ددې جنګسالارانو له لوري د کېدونکي جرمونو محاسبه ورسره وکړي؛ خو دا محاسبه بیخي ونشوه او د جنګسالارانو له لوري کېدونکو ظلمونو او جنایاتو افغانان اړ کړل د طالبانو لیکو ته ولاړ شي او وسلې ته لاس کړي.»

یاده دې وي، چې په افغانستان باندې د امریکا له برید وروسته دې هیواد د طالبانو له لوري په جګړو کې مات شوي قوماندانان پر خپله شاوخوا راټول کړل او د دولت کلیدي پوسټونه یې په لاس ورکړل، له هماغه مهاله تر دې دمه، د یادو شویو جنګسالارانو له لوري په کلیو او ښارونو کې افغانان ځورول کېږي، شکنجه او یا هم تښتول کېږي؛ خو نه دولت او نه هم امریکا یې په اړه څېړنې کوي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157738/سیګار-له-فاسدو-جنګسالارانو-سره-د-امریک/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading