بازتاب نیوز

کاناډا: له افغان حکومت سره په ګډه د سولې لپاره هڅې کوو

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» تېر ماښام د کاناډا له لومړي وزیر «جسټین ټریډو» سره د ایران له لوري د ویشتل شوې اوکرایني الوتکې په تړاو خبرې کړې او په دې پېښه کې د وژل شویو کاناډايي کورنیو سره یې غمرازي ښودلې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې په دغه تلیفوني مکالمه کې د کاناډا لومړي وزیر د افغانستان سولې ته خپله ژمنتیا تازه کړه او ژمنه یې وکړه، چې هیواد به یې له افغان حکومت سره د سیمې او افغانستان په سوله او ثبات کې ګډې هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې اشرف غني، د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د کاناډا رول ارزښتناک یاد کړی.


کاناډا داسې مهال د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ټټر وهي، چې په قطر کې طالب او امریکايي استازي سره جرګه دي او داسې تمې شته، چې ښایي دواړه لوري یوه توافق ته ورسېږي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157735/کاناډا-له-افغان-حکومت-سره-په-ګډه-د-سولې/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading