بازتاب نیوز

غور ولایت کې ۵۰ طالبان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د غور ولایت ځايي چارواکي وايي، د غور ولایت یو شمېر سیمو کې ۵۰ وسلوال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي دي.
د  چارواکو په وینا دغه طالبان د غور ولایت “شهرک” ولسوالۍ په دهن مرغه، ګزک او سورپان سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي  دي.

دغور ولایت د والي ویاند عبدالحي خطیبي وايي، یاد شمېر وسلوال طالبان د “ملا عبدالقادر” په مشرۍ امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي، چې د غور – هرات لویې لارې په اوږدو کې به یې طالبانو لپاره عملیات ترسره کول.

تر دې وړاندې د غور ولایت شهرک ولسوالۍ کمنج سیمه کې هم یو شمېر طالبان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي وو، چې شمېر یې ۱۰۰ کسانو ته رسېدو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24472

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading