بازتاب نیوز

طالبانو خان آباد کې ۷ پولیس وژلي

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ د امریکا غږ

تیره شپه لس بجې وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوالۍ د ګودام په سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوسته په برید کې ۷ تنه پولیس وژلي دي.

د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي چې په دغه برید کې چې تیره شپه طالبانو د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته کړی ۷ تنه پولیس په کې وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې په جګړه کې د وسله والو طالبانو ۱۰ تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

د کندوز خلک وايي چې له تیرو دوه میاشتو راپه دیخوا یو ځل بیا دغه ولایت ناامنه شوی دی، په ښار کې وسله وال کسان په رڼا ورځ دوکانونه لوټي او هدفي وژنې کوي.

د کندوز خان اباد ترمنځ غځیدلی سرک هم د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دی، د دغې لارې د شاوخوا کلیو اوسیدونکي وايي چې وسله وال طالبان په دغه لار کې موټرې تالاشي کوي او ځینې وخت خلک کوزوي.

څو ورځې وړاندې په کندوز کې دوکاندارانو په دې خاطر مظاهره کړې وه چې وسله والو یې په رڼا ورځ له دوکانونو پيسې وړې وې.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/Taliban-killed-7-police-in-kondoz/5247876.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading