بازتاب نیوز

قريشي: طالبانو د تاوتريخوالي کمولو لپاره چمتوالى ښوولى

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption قريشي: طالبانو د تاوتريخوالي کمولو لپاره چمتوالى ښوولى

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي طالبانو منلې چې په تاوتریخوالي کې به کموالی راولي ، شاه محمود قریشي په یوه ويډيويي وينا کې ویلي په دې سره پاکستان هغه مسؤولیت تر کافي اندازې ترسره کړ چې په غاړه یې اخستی وو.

ښاغلي قریشي دا خبرې په یوه ویډیو پيغام کې کړې چې نن د نوموړي د رسنيزې ډلې لخواه خپور شوې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل : "نن یو ښه پرمختګ مخې ته راغلى. طالبانو د تاوتریخوالي کمولو د غوښتنې منلو ته تیارى ښوولى دى "

شاه محمود قریشي زياته کړې چې "دا د سولې تړون پر لور یو ګام دی " او هیله لري چې په ټوله سیمه کې د سولې پر لوري یو ګام پورته شي چې په وينا يې ګټه به يې افغانستان او هم د پاکستان خلکو ته ورسېږي.

طالبانو لا تر اوسه د دې تازه هوکړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یې خبر ورکړی څه نه دي ویلي.

'امریکا له افغانستانه خپل څلور زره پوځیان وباسي'

امریکا د افغانستان اوربند کې د پاکستان د همکارۍ هرکلی کړی

پاکستان به خړ نوملړ کې پاتې شي؟

په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې تېره میاشت له څو مياشتني ځنډ وروسته یو بیا پيل شوې.

د خبرو له هماغه پيله ویل کېدل چې دا ځل ډیر پام به پر اوربند ور ټول وي. د دې پړاو له پیل څو ورځې وروسته د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته ورغى چې له طالب مشرتابه سره د ممکنه اوربند او یا هغسې چې طالبان وايي د تاوتریخوالي کمولو په اړه سلا مشورې وکړي.

دې لړ کې په رپوټونو کې ویل شوي و چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې یوه خوله نه دي او ژور اختلاف شته. خو طالبانو دا رپوټونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې سلا مشورې دوام لري.

خو څو ورځې وړاندې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و "د سولې خبرو د پيل لپاره د افغان حکومت طرحه اوربند دی د تاوتریخوالي کمول کره نظامي، حقوقي، او عملي جنبه نه لري".

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51135499

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading