بازتاب نیوز

زابل: د سړک د غاړې ماین د برېښنا شرکت پنځه تنه کارکوونکي وژلي

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د برېښنا شرکت پنځه تنه انجینران د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي.

د برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په ډيرې خواشینۍ سره باید ووایو چې غزني – کندهار ته د غځېدونکي وارداتي برښنا لبږدوونکي مزي پر انجنيرانو د شهرصفا او اخند صاحب زیارت په سیمه کې د ماین چادونه شوې ده، مرګ ژوبله لري, سیمې ته امبولانسونه رسېدلي دي تر څو ټپیان او شهیدان انتقال کړي.»


که څه هم د برېښنا ریاست د انجینرانو د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي؛  خو د زابل ولایت د والي ویاند «ګل اسلام سیال» طلوع نیوز ته ویلي، په پېښه کې د برېښنا شرکت پنځه تنه کارکوونکي وژل شوي او یو بل ټپی دی.

د سیال په خبره، پېښه نن ورځ غرمه مهال دوولس بجې شاوخوا رامنځته شوې.

یاده دې وي، چې تر دې دمه  د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157742/زابل-د-سړک-د-غاړې-ماین-د-برېښنا-شرکت-پنځ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading