بازتاب نیوز

پاکستان: د طالبانو له لورې د جګړې د شدت کمولو هرکلی کوو

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وایي، د طالبانو له هغه پرېکړې ملاتړ کوي، چې له مخې به يې په افغانستان کې تشدد راکم شي.

قریشي په همدې تړاو تازه خپاره شوي ویډيویي پیغام کې ویلي « له څه مودې راپدېخوا د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرت روان وو، سیمه، پاکستان او افغانستان  ثبات ته اړتیا لري او پاکستان همدا هیله درلوده، چې په سیمه کې امن او ثبات راشي.»

نوموړي زیاته کړې « اوس تازه یو پرمختګ رامنځته شوی، طالبانو د تشدد کمولو ته تیاری ښودلی، چې د امن د  معاهدې د لاسلیک په لور د یو بل قدم د اخستلو په معنی دی.»

د قریشي په خبره، پاکستان په دې برخه کې خپله ذمه واري پوره کړې او تمه لري، چې دا ګام به د ثبات په لور د افغانستان او پاکستان په وړاندې تګ کې مرسته وکړي.


یاده دې وي، چې دطالبانو او امریکا تر منځ د درېدلو مذاکراتو له بیا پیل سره سم، یو شمېر سرچینو خبر ورکاوه، امریکا له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې، چې په تړاو یې طالبان مشورې کوي.

طالبانو دې ډول راپورونو ته په غبرګون کې وویل، د اوربند تصمیم نه لري؛ خو رهبري یې د تشدد په کمولو مشورې روانې کړې.

په ورته وخت کې د کابل حکومت ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر ولیکل، چې د تشدد کموالی جامع او حقوقي معنا نلري او باید د تېرو دوو کلونو د اختر په څېر اوربند وشي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157740/پاکستان-د-طالبانو-له-لورې-د-جګړې-د-شدت-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading