بازتاب نیوز

سيګار: له ټوپکيانو د امريکا ملاتړ د طالبانو د ځواکمنتيا سبب شوی

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ سلام وطندار

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرپلټوونکی یا سیګار وايي، بهرنیو ځواکونو د ځینو ولایتونو او ولسوالیو د امنیت ټینګولو لپاره ټوپکيانو ته پیسې ورکړې، چې په نا غوښتې توګه د طالبانو  د ځواکمنولو سبب شوی دی.

د سیګار رييس جان سوپکو په واشنګټن کې د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې ټينګار کړی چې د امريکا په راتلونکيو عملياتو کې اړينه ده ترڅو لومړی د فساد قضيو ته رسېدنه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ډېر ژر دې لکه افغانستان داسې يوه هېواد ته نغدې پيسې نه ورکوي.

جان سپکو ویلي، په افغان ځواکونو کې اداري فساد شته او دا فساد د دوی پر اغېزمنتیا منفي اغېز کړی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امريکا سرپلټونکی دفتر یا سیګار په ۲۰۰۸ میلادي کال کې جوړ شو ترڅو په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیایي مرستو څارنه وکړي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=52545

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading