بازتاب نیوز

زابل کې چاودنې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي ووژل

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ طلوع نیوز

زابل کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي ووژل شول او یو ټپي شوی دی.

د زابل د والی ویاند، ګل اسلام سیال وايي پېښه نن(پنج شنبې د مرغومې په ۲۶مه نېټه) د زابل ولایت د شهری صفا ولسوالی اړوند د اخوند صاحب د زیارت په سیمه کي د بریښنا شرکت د کار کوونکو پر یو ټونس موټر شوې ده.

 د سړک غاړي ماین چاودنه شوې او د یاد شرکت پنځه کارکوونکي وژل شوي دي.

برېښنا شرکت هم پېښه تایید کړې ده.

تر اوسه نه ده څرګنده چې ماین د چا لخوا ځای پر ځای شوی وو.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan/زابل-کې-چاودنې-د-برېښنا-شرکت-پنځه-کارکوونکي-ووژل

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading