بازتاب نیوز

د فاریاب ولایت د استیناف محکمې مشر ووژل شو

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د فاریاب ولایت د استیناف محکمې مشر غلام فاروق فقیري نن ( پنجشنبه مرغومې ۲۶ ) د ناپېژنده وسلوالو له لوري په ډزو ووژل شو.

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې پېښه نن سهار شپږ بجې داسې مهال رامنځته شوې، چې قاضي غلام فاروق مسجد ته د لمونځ ادا کولو په موخه روان و، چې د ناپېژنه وسلوالو له لوري هدف ګرځي  او وژل کیږي.

د فاریاب پولیسو وايي، د پېښې په تړاو یې  څوک نه دي نیولي، خو پلټنې یې پیل کړي دي. د یادونې وړ ده چې کابو دوه میاشتې مخکې د  پکتیا ولایت درې قاضیان د کابل – لوګر پر لویه لار د وسله والو له لوري ووژل شول.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/24478

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading