بازتاب نیوز

د ګوادر بندر له لارې د چین او افغانستان سوداګري پیل شوه

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ آریانا نیوز

د پاکستان سویلي ساحل ګوادر بندر ته د افغانستان د لومړنيو سوداګریزو توکو له رسیدو سره د افغانستان او چین سوداګریزې اړیکې پیل شوې.

د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۶/ د جنوري ۱۶) په کابل کې د پاکستان سفارت څرګنده کړې، چې د افغانستان سوداګریز توکي به د ۱۰۰۰ کیلو مترو په واټن له ګوادر بندر څخه چمن او بیا له هغه ځایه افغانستان ته ولیږدول شي.

د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ کابل او کندهار ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد لپاره ګوادر بندر د اوبو تر ټولو لنډه لار ده.   

دوی په ډاګه کړې، چې د دې بندر له لارې به افغانستان ته د وارداتي توکو په لګښت کې هم لږوالی شي.

په کابل کې د چین سفارت هم په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې ګوادر بندر ته له کالیو څخه د ډکې کښتۍ پر رسیدو نن د چین او افغانستان  سوداګري پیل شوه.

د ګوادر بندر د پاکستان سویلي ساحل ته څیرمه جوړ شوی، چې د افغانستان سویلي ولایتونو ته نږدې واټن لري.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/o-uuoo-12/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading