بازتاب نیوز

مولوي انصاري خپلې خبرې ناستې ته خبريالانې پرېنښودې

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption د هرات د گازرگاه جومات خطيب خبريالانې خپلې خبرې ناستې ته پرېنښودې

د هرات ولایت د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري په خپله خبري غونډه کې د ښځينه خبریالانو د ګډون مخنیوی وکړ. هغه دغه خبري غونډه له خپلو ورستیو څرګندونو د دفاع په موخه رابللې وه.

له ده وپوښتل شول چی ولې یی ښځینه خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په دې خبري ناسته کې برخه واخلي؟

ده وویل موخه یې دا وه چی ښځو ته وښیي دوی باید هغه کار وکړی چی اسلام او شریعت ورته ټاکلی.

" کله چې الله تعالی د ښځی نفقه د نارینه و پر اوږو ایښې دا د ښځې عزت دی. الله تعالی ویلي ښځي باید په اسلامی حجاب کې له کوره ووځي دا د ښځې شان، شوکت، عزت او منزلت دی."

نوموړي زياته کړه "دا چی نن مو وویل خویندې دې دلته نه راځي موخه مو دا وه چی دوی پوه شي چی د امربالمعروف او نهي عن المنکر دغې ادارې د ښځو د عزت لپاره فعالیت پیل کړی. د دوی یو عزت پدی کی دی چی هغه کارونه وکړي چی د اسلام دین او شریعت ورته ټاکلي دي."

د هرات جومات خطيب: که حکومت څه ونکړل د اخلاقي فساد عاملینو ته سزا ورکوم

هرات: طالبانو سره نښته کې د ملا رسول ډلې وسله وال وژل شوي

هرات کې د انځورګرۍ نندارتون

ده په ځانګړی توګه د هغو تابلوگانو په اړه څرګندونی وکړی چی د دۀ له خوا په هرات ښار کی ایښودل شوي او پر یوه یې لیکل شوي چې د ښځو بد حجابې د نارینه و بي غیرتي ده. ده وویل دا کار یی ځکه کړی چی په وینا یی د اسلام دین او ښځو ترمنځ د واټن د رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې روانې دي او دی یی غواړي مخنیوی یې وکړي:

"د ښځو د بې حجابۍ او بې بند و بارۍ لپاره او دغه راز د اسلام مبین دین او ښځو تر منځ د واټن د رامنځ ته کولو لپاره په ملیونو پیسې مصرفېږی. کُلی قاعده دا ده چی الام مدرسه! مور مدرسه ده."

Image caption د مولوي انصاري له لوري اېښوول شوې يوه ټابلو

د ښاغلی انصاري څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د ښځينه خبریالانو او د ښځو د ملاتړ ټولنو غبرګونونه راوپارول. دوی دا څرګندونې غندلي او د ښځو پر وړاندې یې د توپيري چلن ښکاره نښه بللې.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدی هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د مولوی مجیب الرحمن انصاري څرګندونې یې د قانون خلاف بللي ده ویلي:

"د افغانستان اساسي قانون، د افغانستان د کار قانون، د افغانستان د رسنیو قانون د دې ملاتړ کوي چی ښځینه خبریالانې په رسنیو کار وکړي او دوی دنده لري چی د خلکو غږ او غوښتنې د رسنیو له لاری خپاره کړي."

ښاغلي توحيدي د دغو قوانينو پر وړاندې د دۀ په وينا ودرېدل د افغنستان د نظام نه منلو په مانا وبلل. نوموړى وايي "څوک چی د افغانستان نظام نه مني هغه به بیا د عدلی تعقیب لاندې نیول کیږي."

مولوی مجیب الرحمن انصاري ته وروسته له هغه د خلکو او رسنیو پام واوښت چې د هرات ښار په شمال ختیځه څنډه ګازرګاه سیمه کې يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره جوړه کړه. ده ویلي که یې په دې سیمه کې څوک پر اخلاقي فساد او یا غلا ونیو د شر یعت مطابق به سزار ورکړي. ښاغلي انصاري ویلي هغه مهال خپله اقدام کوي چی وویني دولت پر خپلو دندو کې پاتې راغلی.

د دی خبري ناستې سره هم مهاله یوشمیر ښځو او د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو نن د هرات له والي سره د یوې غونډی په ترڅ کی په هرات کی د سخت دریځۍ د مخنیوي غوښتنه وکړه.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51135507

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading