بازتاب نیوز

د سولې په چارو کې د دولت وزارت: د  «تشدد کموالی» هيڅ مفهوم نه لري

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د دولت وزیر «سلام رحیمي» وایي، د سولې د خبرو د پیل لپاره اوربند حتمي دی او د تشدد کموالی په دې برخه کې هيڅ مفهوم نه لري.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، سلام رحیمي د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې ناستې ته ویلي « د تشدد د کمولو موضوع، لکه څنګه چې تاسو نه ورباندې پوهېږی، زه هم نه ورباندې پوهېږم، نه یې څوک له مفهوم اګاه دي او نه یې هم پلوي کوي.»

رحیمي ددې تر څنګ د سولې خبرو ته د ګډ حکومت د هیئت له چمتووالي خبر ورکړی او په خبره یې، که زمینه برابره شي مذاکره کوونکی ټيم له وړاندې تیار دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر داسې مهال د طالبانو له لورې  په جګړه کې د شدت د کموالي مخالفت کوي، چې یو شمېر سرچینې وایي، طالبانو له امریکايي لوري سره په مذاکراتو کې د اوربند پر ځای د جګړې د شدت په کمولو موافقه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» هم نن د یوه ويډيويي پیغام له لارې، طالبان د جګړې د شدت کمولو ته اماده وبلل او په خبره یې، د طالبانو دا پرېکړه له امریکایي لوري سره د توافقنامې په امضاء کولو کې اغېزناکه ثابتېدلای شي.

بل لور ته له امریکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې «اسوشیټيډ پریس» بیا په یوه مطلب کې ادعا کړې، چې طالبانو له ۷ څخه تر ۱۰ ورځو پورې مؤقت اوربند سره موافقه کړې او دا وړاندیز یې «زلمي خلیلزاد» ته سپارلی.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول د جګړې د شدت د کمولو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې يې ویلي وو، چې د اوربند تصمیم نلري، بلکې رهبري یې د جګړې د شدت په کمولو مشورې روانې کړې.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157749/د-سولې-په-چارو-کې-د-دولت-وزارت-د-تشدد-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading