بازتاب نیوز

''د کورنیو چارو وزارت مرستیال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی''

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption د سرچینې په وینا ښاغلی سعادت د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د رییس په توګه ګومارل شوی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته د نوم نه یادولو په شرط وویل، د دغه وزارت لوی امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې ډګر جنرال عبدالصبور قانع پر دغه دنده ګومارل شوی دی.

د سرچینې په وینا ښاغلی سعادت د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د رییس په توګه ګومارل شوی دی.

نوموړی د تېر کال په لومړیو کې د کورنیو چارو وزرات د ستر سلاکار په توګه ګومارل شوی و.

Image caption عبدالصبور قانع د تېر کال لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت لومړي سلاکار په توګه ګومارل شوی و

ښاغلی قانع هم په کورنیو چارو وزارت کې د مرستیالۍ دنده درلوده.

د کورنیو چارو وزارت دغې سرچینې د ښاغلي سعادت د لېرې کېدو دلایل نه دي روښانه کړي.

سرچینه زیاتوي په نژدې راتلونکي کې به د دغې موضوع جزیات رسماً اعلان شي.

د تېر ۲۰۱۹ کال لومړیو کې د افغانستان ملي امنیت شورا ښاغلی قانع د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او ښاغلی سعادت د ستر سلاکار په توګه اعلان کړل.

نور جزیات لږ وروسته...

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51138480

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading