بازتاب نیوز

د کورنيو چارو وزارت مرستيال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی او پر ځای د همدې وزارت بل مرستيال جنرال عبدالصبور قانع ټاکل شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت باوري سرچينو تاييد کړې، چې خوشحال سعادت له دندې ګوښه او د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د رئيس په توګه مقرر شوی دی.

۳۷ کلن خوشحال سعادت خپلې لوړې زده کړې په لندن کې کړي، کورنۍ يې په برتانيا کې ده، تېر کال د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ټاکل شوی و او د يو شمېر کارونو له امله يې د ټولنيزو شبکو فعالانو ستاينې کولې.

د خوشحال سعادت د ګوښه کولو ګنګوسې له تېرو څو ورځو راهيسې روانې وې، چې نوموړی د امرالله صالح او يو شمېر نورو کړيو په غوښتنه له دندې ګوښه کيږي او پر ځای يې د پخوانۍ شمال ټلوالې سړی ګومارل کيږي.

په ټولنيزو شبکو کې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني پلويانو د خوشحال سعادت ګوښه کول سره کرښه بللې وه او ښاغلي غني ته يې خبرداری ورکړی و، که د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال يې له دندې ګوښه کړ، دوی به يې له ملاتړه لاس واخلي.

د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، په لنډ وخت کې به د خوشحال سعادت د ګوښه کولو او جنرال صبور قانع د ګومارنې په اړه رسمي فرمان صادر شي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157751/د-کورنيو-چارو-وزارت-مرستيال-خوشحال-سعا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading