بازتاب نیوز

ملا برادر اخند او زلمی خلیلزاد د توافقنامې د لاسلیک په تړاو غږېدلي

٢٦ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس «ملا برادر اخند» د امریکایي مذاکراتي ټیم له مشر «زلمي خلیلزاد» سره، د توافقنامې د لاسلیک او ورته نیول کېدونکو  مراسمو په تړاو خبرې کړې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «دافغانستان د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر دمشر محترم ملا برادر آخند تر مشرۍلاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر خلیلزاد په مشرۍ د امریکې د مذاکراتي ټيم سره غون‌‌‌‌‌‌ډه کړې، د توافقنامې دلاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي.»

نوموړي زیاته کړې «همداشان، پرون او نن مازدیګر هم ددواړو مذاکراتي ټيمونو ترمینځ ګټورې خبرې وشوې. دخبرو دا بهیر به څو ورځې دوام وکړي او موږ به یې وخت په وخت معلومات خپروو، ان شاالله.»

طالب او امریکایي پلاوي داسې مهال د توافقنامې د لاسلیک د مراسمو په تړاو خبرې کوي، چې یو شمېر سرچیني وایي، طالبانو د امریکا له لوري د اوربند د وړاندیز پر ځای د جګړې د شدت د کمولو پرېکړه کړې او  خپل دا وړاندیز یې امریکايي لوري ته سپارلی.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، که توافقنامه لاسلیک کېږي، د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس استازي او ګڼ نور جهتونه به یې د لاسلیک مراسمو ته رابلل کېږي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157766/ملا-برادر-اخند-او-زلمی-خلیلزاد-د-توافقن/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading