بازتاب نیوز

ارګ: د سولې هغه طرحه د منلو وړ ده، چې اوربند پکې مطرح شوی وي

٢٧ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون یو شمېر سرچینو خبر ورکړ، طالبان د جګړې د شدت په کمولو رضا شوي، ارګ يې په غبرګون کې ویلي، یوې باعزته سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لاره «اوربند» دی.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر باندې، سوله د افغانستان د نړیوالو متحدینو، افغانانو او افغان حکومت اساسي اړتیا بللې او په خبره یې «تلپاتې او باعزته سولې ته درسېدو لپاره چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلکو غوښتنه ده،داوربند تامین یوازینۍ لاره ده.»

د صدیقي په قول، دوی ته یوازې هغه طرحه د منلو وړ ده، چې اوربند پکې مطرح شوی وي «هره طرحه چې اوربند په کې د اساسي ګام په توګه مطرح شي، خلکو او دولت ته به د منلو وړ وي.»

ارګ وروسته له هغه، د اوربند په ټکي ټينګار کوي، چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» د امریکایي مذاکراتي ټیم له مشر «زلمي خلیلزاد» سره د توافقنامي د لاسلیک په مراسمو خبرې کړې.

په ورته وخت کې، یو شمېر سرچیني وایي، په دوحه کې طالب استازو د امریکايي لوري د اوربند د وړاندیز په ځواب کې د جګړې شدت وړاندیز کړی.

که څه هم د جګړې د شدت کمولو خبرونه د طالبانو او امریکا له لوري په رسمي ډول نه دي تایید شوي؛ خو کابل حکومت یې ان له اوسه په وړاندې د انکار لاره نیولې او اوربند یې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره اساسي شرط یاد کړی.

تېره ورځ د سولې په چارو کې د کابل حکومت وزیر «سلام رحیمي» هم د اوربند په تامین ټینګار کړی وو او د جګړې د شدت کموالی یې «بې مفهومه» ګام یاد کړی وو.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157775/ارګ-د-سولې-هغه-طرحه-د-منلو-وړ-ده،-چې-اورب/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading