بازتاب نیوز

پاکستان: امریکا باید د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم د افغانستان په بیارغونه کې ښکېل پاتې شي

٢٧ مرغومی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي، امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم هلته ددې هیواد په بیارغونه کې ښکېل پاتې شي.

د «ګلف نیوز» د راپور له مخې، قریشي پورته څرګندونې امریکا ته د خپل سفر په مهال د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې کړې، نوموړي ویلي « له یوه بریالي تعهد وروسته به بیا هم په افغانستان کې ستونزې په ځای پاتې وي؛ نو ځکه د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو ته یې ښایي، چې په یو ډېر مسئولانه ډول له دې هیواد څخه راووزي او تر راوتلو وروسته هم له دې هیواد سره په اړیکه کې پاتې شي.»

د قریشي په قول، که چېرې نړیوال له افغانستان څخه ووزي او ددې هیواد له څارنې لاس په سر شي، افغانستان به یو ځل بیا د اتیایمو کلونو په څېر هغه حالت ته ور وګرځي، کوم چې د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځته شوی وو.

نوموړي ددې تر څنګ یاده کړې، چې طالبان د جګړې د شدت کمولو اراده لري او نور له جګړې ستړي دي.

قریشي داسې مهال نړیوال د افغانستان بیا رغونې ته رابولي، چې په دوحه کې طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه یوه توافق ته نږدې ښکاري، چې له مخې به یې بهرني ځواکونه په یوه معین وخت کې افغانستان پرېږدي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/157777/پاکستان-امریکا-باید-د-خپلو-ځواکونو-تر-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading