بازتاب نیوز

ارګ: له اوربند پرته به د سولې لپاره ګډې هڅې پایلې و نه لري

٢٨ مرغومی ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption پرون ښاغلي خليلزاد په دوبۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، د اروپايي ټولنې او جرمني له ځانګړو استازو او فرانسې او د ناټو له ملکي سفیر سره په دوبۍ ښار کې کتلي او له طالبانو سره د خپلو خبرو جزيات یې ورسره شریک کړي.

افغان حکومت وايي، د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه مالومات نه لري، خو هیله ښيي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به وروستي جزئیات ورسره شریک کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتوي، که د امریکايي او طالب استازو تر منځ پر اوربند هوکړه و نه شي د سولې لپاره به د افغانستان او امریکا ګډې هڅې پایلې و نه لري.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل:

''د افغانستان خلک غواړي چې له یوه مخه جګړه ختمه شي، دا سمه نه ده، چې د ۱۰ حملو پر ځای دې، پنځه حملې وشي، یا دې د لسو کسانو پر ځای پنځه کسان ووژل شي، په داسې حال کې چې بشپړ اوربند امکان لري، نو ځکه موږ غواړو چې باید د پېښو شمېر کمېدو پر ځای بشپړ اوربند وشي. ''

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، ''د تاو تریخوالي کمول ډېر وضاحت نه لري او خلک غواړي چې اوربند وشي او سوله راشي. '' د نوموړي په وینا ''د افغانستان حکومت له همدې خاطره د خلکو په استازیتوب د اوربند وړاندیز کړی دی. ''

بل پلو، پرون د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په دوبۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، د اروپايي ټولنې او جرمني له ځانګړو استازو او فرانسې او د ناټو له ملکي سفیر سره په دوبۍ ښار کې کتلي او له طالبانو سره د خپلو خبرو جزيات یې ورسره شریک کړي.

Image caption ښاغلی صدیقي وايي، له اوربند پرته به د سولې هڅې بې پایلې وي

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې هغوی د سولې یوه هر اړخیز توافق ته د افغانستان د رسېدو په خاطر پر ګامونو بحث کړی او هوکړه يې کړې چې د تاوتريخوالو کمول مهم دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا هم پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې پر اوربند یا د تاوتريخوالي پر کمولو او د افغانانو پر خپل منځي خبرو يې بحث کړی او د هغوی ډېری نظرونه سره ورته وو.

خو طالبانو د طرحې جزئیات لا هم روښانه نه دي او دې چارې په کابل کې اندېښنې پارولې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهين د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د طالبانو د سیاسي پلاوي مشر ملا برادر د پنجشنبې په ورځ د امریکا له ځانګړي استازي سره د سولې د توافقنامې د لاسلیک پر مراسمو خبرې کړې.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د توافقنامې له لاسلیک وروسته به د افغانانو خپل منځي خبرې پیل شي.

له دې مخکې د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي، طالب مشرانو د چهارشنبې پر ورځ منلي چې د لسو ورځو لپاره به له افغان حکومت سره تاوتریخوالي کې کموالی راولي.

په رپوټ کې د طالبانو یوه مهم کس له خولې ویل شوي:

''امریکایانو د سولې خبرو بهیر کې له موږ د اوربند غوښتنه کوله، خو موږ دا رد کړه، اوس زموږ شورا د سولې هوکړې تر مهاله د اوربند په هکله رضایت څرګند کړی. ''

Image caption د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال مایک پومپیو سره لیدلي دي.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

بل لور ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال مایک پومپیو سره لیدلي دي.

واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، ''دواړو وزیرانو د ایران او امریکا تر منځ د تاو تریخوالي موضوع تر څنګ د افغانستان سولې خبرو او خپلمنځي اقتصادي اړیکو پراختیا په تړاو خبرې کړې دي. ''

له دې لیدنې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا او پاکستان یو ځای کېدل ښه فرصت پیدا کوي، دا د دواړو هېوادونو مسئولیت دی. ''

بل لور ته په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال ونیت کهرې وايي، په امریکا کې د شاه محمود قریشي مصروفیتونو ته په کتو سره داسې ښکاري چې له ټرمپ ادارې سره یې مهمې خبرې کړې دي.

ښاغلي قریشي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

''طالبان او امریکا په افغانستان کې له یوه بل سره جګړه کوي او یو بل وژني، ځکه د بې باورۍ فضا ده. د باور رامنځته کېدل وخت غواړي. زما په خیال د دوی تر منځ خبرې یو مهم ګام و. باید په یاد ولرو چې ځینې عناصر به د خبرو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یو خطر دی. ''

نوموړي د اوربند پر موضوع د خپل هېواد دریځ په هکله وویل:

''د افغانستان په تناظر کې اصولاً زموږ پرېکړه د د تاو تریخجنو پېښو کموالی دی. د تاو تریخوالي له کمېدو هدف د څه مودې لپاره اوربند دی، چې د دواړو لوریو تر منځ باور ډېر شي، دا باید یوازې تر ښارونو پورې محدود نه وي، بلکې باید هر ځای کې پلي شي. ''

نوموړي یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل:

''د تاو تریخوالی کمېدو ته به هغوی (طالبان) په ښه نظر وګوري، ځکه مانا یې دا ده چې که خبرې کوې، نو دا مهال باید جګړه بنده شي، له خبرو سره چې اوربند کېږي، دا ښه خبر دی. ''

د امریکا فاکس نیوز خبري شبکې سره مرکه کې شاه محمود قریشي وویل:

''ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې چې غواړي خپل پوځونه راوباسي. هغه له طالبانو سره د خبرو لپاره له پاکستانه مرسته غوښتې، چې له افغانستانه د بهرنيو پوځیانو وتل شوني شي. ''

نوموړي زیاته کړه:

''موږ په دې هیله د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې مرسته کړې، چې سوله او ثبات رامنځته شي. موږ ویلي، چې تاسې باید په مسئولیت سره د پوځونو وتل شوني کړئ، چې د ۱۹۸۰ لسیزې په څېر نور قوتونه هلته پناه و نه مومي. ''

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51162681

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading